د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو محصلانو ستاینه

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۵:۱
1

نن دوشنبه، د ۱۴۰۴/۱/۲۵ نېټه چې د ۱۴۴۶/۱۰/۱۶ سره برابره ده، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو څخه ستاینه وشوه.

د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو د تقدیر محفل، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې په پوهنځیو کې د محترم مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د مؤسسې رئیس، پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، استاد احمد رصین، د مالي او اداري چارو مرستیال، د څلورو پوهنځیو رئیسانو، د مختلفو پوهنځیو د دیپارتمنتونو آمرینو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.

محفل د قاري صاحب محمد طیب پویـا له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوی د مسؤلیتونو او موخو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.

بیا پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، په دې اړه خبرې وکړې چې ممتاز محصل څوک وي، او هغه محصلان چې په ټولنه کې د نمونې په توګه پېژندل کېږي، کوم ځانګړتیاوې لري.

په همدې ډول، د ټولو ټولګیو د ممتازو محصلانو (لومړی، دویم، او درېیم مقام) څخه ستاینه وشوه. محفل د استاد احمدي، د اسلامي علومو او کلتور استاد، په دعائیه سره پای ته ورسید.

.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۲۲:۵۹
Background image

د غور پوهنتون د څلورو پوهنځیو د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د پسرلي سمستر د غوره زده کونکو د ستاینې یوه شانداره غونډه

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د سپتمبر له ۲۳مې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د بشري سرچینو او کلتوري خدماتو عمومي مدیریت لخوا د غور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۵:۴۵
Background image

برگزاریسمینار آموزشی و ارشادی تحت عنوان «طریقه ادای نماز در پرتو شریعت اسلامی با تأسی از فرمان شماره دوم امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی»

امروز دوشنبه، مورخ ۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸هـ.ق، برابر با ۲۳ سنبله ۱۴۰۵هـ.ش، سمینار آموزشی و ارشادی تحت عنوان «طریقه ادای نماز در پرتو شریعت اسلامی با تأسی از فرمان شماره دوم امیرالمؤمنین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۲۳:۲۷
Background image

د "د معلوماتو راټولولو په پروسه کې د ګوګل فورمونو کارول" په اړه روزنیز سیمینار

نن یکشنبه، د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر ۲۲مه، د ښوونې او روزنې پوهنځي د برېښنايي زده کړې فرعي کمېټې لخوا "د معلوماتو راټولولو په پروسه کې د ګوګل فورمونو کارول" تر سرلیک لاندې یو تعلیمي سیمینار. . .

BACK TO NEWS

User account menu