د غور پوهنتون د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې د داوطلبانو د بایومتریک ثبت بهیر پیل شو.

ghru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۰:۴۸
Image

نن سه‌شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۵مه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري، د غور پوهنتون کې د عمومي کانکور، دیني مدرسو او اختصاصي کانکور د «۱۴ پاسانو» داوطلبانو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر د سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې په رسمي ډول پیل شو.

د غور پوهنتون رئیس محترم مولوي مجیب‌الله "مقري"، د دې علمي بنسټ له مرستیالانو سره یوځای، د ازموینو د عمومي ادارې د تخنیکي ټیم له لوري د چارو د اجرایي بهیر څخه له نږدې څارنه کوي.

محترم مولوي صاحب "مقري" د غور پوهنتون رئیس څرګنده کړه چې د تخنیکي ټیم او داوطلبانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او ډاډ یې ورکړ چې د کانکور ازموینه به په شفاف، منظم او د غیرمسؤلو اشخاصو له هر ډول لاسوهنې څخه پاک چاپېریال کې ترسره شي.

همدارنګه، د داوطلبانو لپاره جلا صنفونه ځانګړي شوي دي، ترڅو هغوی ته د ازموینې د څرنګوالي په اړه لازمې لارښوونې وړاندې شي.

په همدې حال کې، د بامیان زون د ازموینو د چارو مسئول او د غور ولایت د کانکور د ترسره کولو لپاره د ازموینو د عمومي ادارې د پلاوي مشر، محترم مولوي سعیدالرحمن "سعید"، د غور پوهنتون د رهبرۍ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې په ټولیز ډول شاوخوا (۱۸۰۰) تنه د روان کال د کانکور لپاره په دې ولایت کې د شرایطو وړ پېژندل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د داوطلبانو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر به له نن څخه تر سبا چهارشنبې پورې دوام ولري او د «پنجشنبې او جمعې» ورځې د ازموینې اخیستلو لپاره ځانګړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۲۲:۵۷
Background image

په غور پوهنتون کې د "ډیجیټل مدیریت او پلان جوړونې کې د مایکروسافټ ټیمونو رول" په اړه روزنیز ورکشاپ

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸ هجري لمریز کال د محرم ۶مه، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څېړنې ټیم لخوا د کمپیوټر ساینس پوهنځي، استادانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۶
Background image

د غور پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د علمي لاسته راوړنو او نوښتونو لومړی نندارتون

نن یکشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم ۵ مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د جون له ۳۱ سره سمون خوري، د غور پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د علمي لاسته راوړنو او نوښتونو لومړی. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۲:۴۴
Background image

په غور پوهنتون کې د ساینسي ترویج لپاره علمي کنفرانس

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم ۲مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د جون ۲۸مه سره سمون خوري، د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا د علمي کارمندانو د یو غړي د ترویج لپاره یو. . .

BACK TO NEWS

User account menu