د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز (PDC)

د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز (PDC)

(Professional Development Center)

د مسلکي پراختیا مرکزونه په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت د لوړولو مسؤلیت لري. د دې مهم او حساس رول ترسره کول د هېواد په پوهنتونونو کې دوامداره پرمختګ ته اړتیا لري، څو د لوړو زده کړو په ټول نظام کې د تعلیمي پراختیا فعالیتونه په منظم ډول طرحه، تطبیق او نهادینه شي.

د لوړو زده کړو د عصري کولو او د نننیو محصلانو ځانګړو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړ شو چې د پوهنتونونو په کچه د مسلکي پراختیا مرکزونه فعال کړي، تر څو د مسلکي زده کړو فرهنګ پیاوړی شي.

د موضوع د اهمیت له مخې، د غور پوهنتون د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د درېیم بست په کچه، د علمي چارو د معاونیت په چوکاټ کې جوړ شو. دا مرکز د استادانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو، د پایلې پر بنسټ زده کړو (OBE) او محصل‌محور زده کړو (SCL) د نهادینه کولو، د پوهنتون پرمختللې رهبرۍ (AUL) د ترویج، د څېړنیزو مهارتونو د روزنې، د روغتیايي ورکشاپونو او لومړنیو مرستو، د کیفیت د تضمین د پیاوړتیا او د دیني پوهاوي د سمینارونو د تنظیم په موخه رامنځته شوی دی.

دغه مرکز په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ او د استادانو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره یې بېلابېل روزنیز پروګرامونه پلي کړي دي.


د مسلکي پراختیا مرکز موخې

  1. د علمي کادر د غړو د علمي او مسلکي مهارتونو لوړول؛
  2. د اغېزمن تدریس، فعالې زده کړې، محصل‌محور او پایله‌محور میتودونو نهادینه کول؛
  3. د تدریس، رهبرۍ، څېړنې او علمي لیکنې په برخو کې د بېلابېلو ورکشاپونو او سمینارونو تنظیم؛
  4. د زده کړو پراختیا، د ظرفیتونو پیاوړتیا او د علمي تجربو تبادله؛
  5. د ټکنالوژۍ، وسایلو او پرمختللو منابعو د کارونې مهارتونو لوړول.

د مرکز دندې او مسؤلیتونه

د رهنمود د (۸) مادې له مخې، د مرکز دندې په لاندې ډول دي:

  1. د اړتیاوو ارزونه او د پروګرامونو لومړیتوب ټاکنه؛
  2. د کلني پلان ترتیب؛
  3. د عملیاتي پلان له مخې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول؛
  4. د پروګرامونو دوامداره نظارت او ارزونه؛
  5. د ربع‌وار او کلنیو راپورونو ترتیب او وړاندې کول؛
  6. د اړوندو داخلي څانګو سره همغږي.

د مسلکي پراختیا مرکز بورد

د مسلکي پراختیا مرکز بورد د علمي کادر له غړو او د پوهنتون له متخصصینو څخه جوړ شوی دی او د مرکز د چارو د تنظیم لپاره فعالیت کوي. د دې بورد مشري د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پر غاړه ده.


د بورد دندې

  1. د مرکز سره د ظرفیت لوړونې په چارو کې همکاري؛
  2. د کلني پلان طرحه او تأیید؛
  3. د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو په تنظیم کې مشوره ورکول؛
  4. د مسلکي ترینرانو ټاکنه؛
  5. د روزنیزو پروګرامونو ملاتړ؛
  6. د علمي تجربو د تبادلې لپاره زمینه برابرول؛
  7. د علمي سفرونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم؛
  8. د فعالو غړو پېژندنه او ستاینه؛
  9. د میاشتنیو غونډو ترسره کول؛
  10. د پرېکړو ثبت او راپور ورکول؛
  11. د پروګرامونو ارزونه او وزارت ته راپور وړاندې کول.

د ظرفیت لوړونې پروګرامونه

مرکز دوه ډوله پروګرامونه لري:

1. عادي پروګرامونه:
د پوهنتون د استادانو له خوا (لږ تر لږه د پوهنیار رتبه او درې کاله تجربه)

2. اساسي پروګرامونه:
د لوړو زده کړو وزارت د ماسټر ترینرانو له خوا


د پروګرامونو ډولونه

  1. د پایلې پر بنسټ او محصل‌محور زده کړو ورکشاپونه (OBE/SCL)
  2. د پوهنتون پرمختللې رهبرۍ ورکشاپ (AUL)
  3. د تدریس میتودونو او مهارتونو ورکشاپونه
  4. د علمي لیکنې او څېړنې ورکشاپونه
  5. د کیفیت تضمین ورکشاپونه
  6. د دیني پوهاوي سمینارونه
  7. د تخنیکي کارکوونکو روزنیز پروګرامونه
  8. د اداري او مدیریتي مهارتونو د لوړولو پروګرامونه

 

User account menu