د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د لومړۍ ورځې ترسره کېدل په غور پوهنتون کې

ghru_admin
جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۲۳:۵۸
image

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور له ۲۴مې نېټې سره برابره ده، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د لومړۍ ورځې لپاره د غور پوهنتون په علمي او منظم چاپېریال کې ترسره شوه.

غونډه د غور پوهنتون د تحقیقاتو او علمي مجلې آمر محترم پوهنمل قاري محمدطیب «پویا» لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د ازموینو عمومي ادارې د استول شوي پلاوي مشر محترم مولوي سعیدالرحمن «سعید» د غور پوهنتون د رهبرۍ له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ازموینې له بهیر څخه جدي او دقیق نظارت ترسره شوی او د یوې شفافې، عادلانه او منظمې ازموینې د ترسره کېدو لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي دي.

همدارنګه د غور ولایت د معارف ریاست سرپرست محترم مفتي محمد حافظ «صابري» د تعلیم، تحصیل، سالمې روزنې او د ځوانانو او محصلینو د مسلکي جوړونې د اهمیت په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او د ټولنې په پرمختګ کې یې د علم او پوهې پر اساسي رول ټینګار وکړ.

ورپسې د غور پوهنتون رئیس محترم مولوي مجیب‌الله «مقري» میلمنو، مسؤلینو او د کانکور ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت او اهمیت په اړه یې وینا وکړه. نوموړي کانکور ازموینه یوازې یوه ازموینه ونه بلله، بلکې د علم، فردي ودې او د هېواد د پرمختګ پر لور یې یوه دروازه وبلله.

د غور پوهنتون رئیس د هېواد د راتلونکي په جوړښت کې د پوهې او لوړو زده کړو رول مهم او اساسي وباله او د تحصیل او زده کړو د کچې د لوړولو لپاره یې د ځوان نسل هر اړخیز ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

په پای کې غونډه د ګډونوالو په حضور کې د پوښتنو د صندوقونو په پرانیستلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۰
Background image

دوه ورځنی روزنیز سیمینار چې سرلیک یې دی "په اداري او تدریس کې د کمپیوټرونو اغیزمن کارول"

نن سه شنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الثاني ۱۳مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د زمري له ۳مې سره سمون لري،

د غور پوهنتون د یو شمېر استادانو او اداري کارمندانو په ګډون د پوهنځي د مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱:۸
Background image

دیدا رئیس پوهنتون و معاون علمی پوهنتون غور با وزیر تحصیلات عالی کشور

محترم مولوی مجیب‌الله "مقری"، رئیس پوهنتون غور، و محترم مفتی عبدالخالق "زاهد"، معاون علمی این پوهنتون، در جریان سفر خویش با محترم جلالت‌مآب شیخ‌الحدیث مولوی نداء محمد "ندیم"، وزیر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۲۳:۳۹
Background image

په غور پوهنتون کې د "څنګه یو ښه پروګرامر شو؟" تر سرلیک لاندې د روزنیز سیمینار ترسره کول

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الاول ۱۶مه، چې د ۱۴۰۵ هجري کال د اکتوبر له ۶مې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو پلاوي د "څنګه یو ښه پروګرامر شو؟". . .

BACK TO NEWS

User account menu