د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز (PDC)
د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز (PDC)
(Professional Development Center)
د مسلکي پراختیا مرکزونه په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت د لوړولو مسؤلیت لري. د دې مهم او حساس رول ترسره کول د هېواد په پوهنتونونو کې دوامداره پرمختګ ته اړتیا لري، څو د لوړو زده کړو په ټول نظام کې د تعلیمي پراختیا فعالیتونه په منظم ډول طرحه، تطبیق او نهادینه شي.
د لوړو زده کړو د عصري کولو او د نننیو محصلانو ځانګړو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړ شو چې د پوهنتونونو په کچه د مسلکي پراختیا مرکزونه فعال کړي، تر څو د مسلکي زده کړو فرهنګ پیاوړی شي.
د موضوع د اهمیت له مخې، د غور پوهنتون د علمي کادر د غړو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د درېیم بست په کچه، د علمي چارو د معاونیت په چوکاټ کې جوړ شو. دا مرکز د استادانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو، د پایلې پر بنسټ زده کړو (OBE) او محصلمحور زده کړو (SCL) د نهادینه کولو، د پوهنتون پرمختللې رهبرۍ (AUL) د ترویج، د څېړنیزو مهارتونو د روزنې، د روغتیايي ورکشاپونو او لومړنیو مرستو، د کیفیت د تضمین د پیاوړتیا او د دیني پوهاوي د سمینارونو د تنظیم په موخه رامنځته شوی دی.
دغه مرکز په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ او د استادانو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره یې بېلابېل روزنیز پروګرامونه پلي کړي دي.
د مسلکي پراختیا مرکز موخې
- د علمي کادر د غړو د علمي او مسلکي مهارتونو لوړول؛
- د اغېزمن تدریس، فعالې زده کړې، محصلمحور او پایلهمحور میتودونو نهادینه کول؛
- د تدریس، رهبرۍ، څېړنې او علمي لیکنې په برخو کې د بېلابېلو ورکشاپونو او سمینارونو تنظیم؛
- د زده کړو پراختیا، د ظرفیتونو پیاوړتیا او د علمي تجربو تبادله؛
- د ټکنالوژۍ، وسایلو او پرمختللو منابعو د کارونې مهارتونو لوړول.
د مرکز دندې او مسؤلیتونه
د رهنمود د (۸) مادې له مخې، د مرکز دندې په لاندې ډول دي:
- د اړتیاوو ارزونه او د پروګرامونو لومړیتوب ټاکنه؛
- د کلني پلان ترتیب؛
- د عملیاتي پلان له مخې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول؛
- د پروګرامونو دوامداره نظارت او ارزونه؛
- د ربعوار او کلنیو راپورونو ترتیب او وړاندې کول؛
- د اړوندو داخلي څانګو سره همغږي.
د مسلکي پراختیا مرکز بورد
د مسلکي پراختیا مرکز بورد د علمي کادر له غړو او د پوهنتون له متخصصینو څخه جوړ شوی دی او د مرکز د چارو د تنظیم لپاره فعالیت کوي. د دې بورد مشري د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پر غاړه ده.
د بورد دندې
- د مرکز سره د ظرفیت لوړونې په چارو کې همکاري؛
- د کلني پلان طرحه او تأیید؛
- د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو په تنظیم کې مشوره ورکول؛
- د مسلکي ترینرانو ټاکنه؛
- د روزنیزو پروګرامونو ملاتړ؛
- د علمي تجربو د تبادلې لپاره زمینه برابرول؛
- د علمي سفرونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم؛
- د فعالو غړو پېژندنه او ستاینه؛
- د میاشتنیو غونډو ترسره کول؛
- د پرېکړو ثبت او راپور ورکول؛
- د پروګرامونو ارزونه او وزارت ته راپور وړاندې کول.
د ظرفیت لوړونې پروګرامونه
مرکز دوه ډوله پروګرامونه لري:
1. عادي پروګرامونه:
د پوهنتون د استادانو له خوا (لږ تر لږه د پوهنیار رتبه او درې کاله تجربه)
2. اساسي پروګرامونه:
د لوړو زده کړو وزارت د ماسټر ترینرانو له خوا
د پروګرامونو ډولونه
- د پایلې پر بنسټ او محصلمحور زده کړو ورکشاپونه (OBE/SCL)
- د پوهنتون پرمختللې رهبرۍ ورکشاپ (AUL)
- د تدریس میتودونو او مهارتونو ورکشاپونه
- د علمي لیکنې او څېړنې ورکشاپونه
- د کیفیت تضمین ورکشاپونه
- د دیني پوهاوي سمینارونه
- د تخنیکي کارکوونکو روزنیز پروګرامونه
- د اداري او مدیریتي مهارتونو د لوړولو پروګرامونه