په غور پوهنتون کې د «علمي ـ تحقیقي آثارو د لیکنې اصولو او لارو چارو، تألیف او ژباړې» تر سرلیک لاندې علمي ـ ښوونیز ورکشاپ ترسره شو
نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام د میاشتې ۳مه نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غویي میاشتې له ۳۰مې نېټې سره برابره ده، د «د علمي ـ تحقیقي آثارو د لیکنې اصول او لارې چارې، تألیف او ژباړه د علمي کادر غړو د علمي آثارو د لیکلو لارښود مطابق» تر سرلیک لاندې علمي ـ ښوونیز ورکشاپ، د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تحقیقي پلاوي له لوري، د تحقیقاتو آمریت او علمي مجلې په همغږۍ، د استادانو او د علمي کادر غړو په پراخ ګډون سره، د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.
په پیل کې، پروګرام د محترم پوهنمل قاري محمد طیب "پویا" د تحقیقاتو آمر او د علمي مجلې مسؤل له لوري، د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس محترم مفتي حمیدالله "عزام" د خپلو مقدماتي خبرو پر مهال، د دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د تحقیق، تألیف او د معیاري علمي آثارو د لیکنې رول یې د استادانو د علمي کچې د لوړوالي او د اکاډمیکو فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم او اغېزناک وباله.
ورپسې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې آمر پوهندوی موسی "لعلي"، چې د دې ورکشاپ وړاندې کوونکی و، د علمي ـ تحقیقي آثارو د لیکنې اصولو او لارو چارو، د تألیف او ژباړې معیاري طریقو، د علمي آثارو په تدوین کې د اکاډمیکو اصولو د مراعت او د علمي کادر غړو د علمي آثارو د لیکلو د لارښود د کارونې څرنګوالي په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.
